IQNA

 د شیخ طاروطي په تلاؤت سره د کربلا د قرآن جایزې دنړیوالو سیالیو مخ کتنه

14:27 - June 08, 2026
د خبر لمبر: 3492878
ایکنا – د کربلا د قرآن د تلاؤت او حفظ  د نړیوالو سیالیو  پنځم پړاؤ  د غبرګولې په شپاړسمه نیټه د مصر د نامتو قاری عبدالفتاح   طاروطي  په زړه پورې تلاؤت سره په حسیني حرم کې پيل  شوی دی.

ایکنانیوز  راپور راکړی، دغه سیالۍ  د حسینی مقدس آستان د دارالقرآن د   څانګې له خوا د قرآن د نړیوالې اونۍ  د پروګرامونو  د لړۍ په  لړ کې  چې  د ۳۰ عربو او اسلامی هیوادونو  د نمایندګانو په ګډون سره پیل شوې شروع شوي دي.

پرانیستونکې دستورې  د اسلامی نړئ  د غوره قرآنی شخصیّتونو  او یو شمیر دیني  عالمانو او پوهنتونوالو  او د مقدس آستانونو د استازو  په ګډون سره  د  حضرت امام حسین علیه السلام د زیارتوالو  او زیارتي سپيڅلو  ځایونو د استازو  په ګډون سره ترسره شوې. 

 دغه سیالۍ  به د غبرګولې د میاشتې تر یویشتمې نیټې پورې یعنی د کربلا د  قرآن د نړیوالو اونۍ تر پاي پورې  د امام حسین علیه السلام  په مقدس حرم کې  د مازدیګر له څلورو تر شپږو بجو پورې  او دغه راز  په دوهم وخت کې هم د ماښام له اته نیمو بجو څخه د شپې تر لسو بجو پورې  دوام وکړي.

 د حسینی آستان د قرآن ی رسندوئي مرکز  مسئول  وسام نذیر الدلفي  په دې باب ووئيل؛ دغه دستورې  د مصر د مشهور قاری عبدالفتاح الطاروطي په زړه پورې غږ سره  د قرآن کریم  د څو آیتونو په تلاؤت سره پیل شوې  او  له دې وروسته  د علمیه حوزې  د استاذ  سید ریاض الحکیم   او ورپسې د حینی مقدس آستان د دارالقرآن  د څانګې دمشر شیخ خیر الدین علی الهادي  هم ویناوې  وکړې.

افتتاح مسابقات بین‌المللی قرآن جایزه کربلا با تلاوت طاروطی

وسام نذیرالدلفي پخپلې وینا کې  ووئيل په دغو  دستورو کې  د یوه مستند فیلم نندارې ته وړاندې کول هم شامل دي چې  د کربلا د نړیوالې  جایزې او د هغو مخکینیو مرحلو  د تاریخچې  نمایش هم شمال دی  چې  په هغو کې د نړیوالو  ځوانو قرآنی وړ کسانو  ګډون درلود.  

 داپه داسې حال کې د ي چې  د قرآن نړیوالې اونۍ  په پيښو کې چې  د قرآن کریم  د قرائت او حفظ په څانګو کې  دکربلا د نړیوالې جایزې پر پنځم پړاؤ سربیره  د نباعظیم  د خوشخطئ او د نورو قرآني پيښو  د نندارتون  څلورم پړاؤ  او دغه راز د  غوټیو د نړیوالو سیالیو  لومړنی پړاؤ پکې شامل دی .

https://iqna.ir/fa/news/4356922

 

captcha